د افغان پاچهانو لنډ ژوند لیک د شهید بشیراحمد ریان شهکار اثر دی، دا کتاب لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې چاپ شو چي د لوستونکو له درانه استقبال سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د مينوالو له غوښتنو سره سم اوه ځله له چاپه راووت. تر دي دمه د یاد کتاب تر شل زره زیاتې نسخې د لوستونکو تر لاسونو رسېدلې.کله چي ميرويس نيکه وفات شو ، نو دهغه دوه زامن پاته شول.شاه محمود اتلس کلن او شاه حسين څوارلس کلن و.[1]داچي دميرويس خان نيکه زامن کشران وو ، نو جرګې پرېکړه وکړه ترڅو دهغه ورور ميرعبدالعزيز خان دباچا په توګه وټاکي.(١١٢٧هـ ق)ميرعبدالعزيز يو ارامي غوښتونکى باچا وو، هغه نه غوښتل له صفوي لښکرو سره وجنګېږي، نو ځکه يې ملي جرګه راوبلله او هغې ته يې په وينا کي وويل:“زما عزيزانو!تر ډېرو مشکلاتو او جنګونو وروسته چي ډېر زلمي مو پکي له لاسه ورکړل ، دې ځاى ته راورسيدو، فکر کوم چې تاسو به هم نور جنګ ته نه هوسېږئ، فلهذا نو په کار دى چي دپارس له باچا سره روغه وکړو، اوس چي مشر ورور مي مرحوم سو او افغانانو ته يي لويه سوبه ګټلي ده،نو که موږ دروغي او سولي غوښتنه وکړو دپارس باچا به يې په ډېره خوښي راسره ومني”.دجرګې په خلکو دده دا وړانديز ښه ونه لګېد، ځکه هغوى د ډېرو زلميانو په وينو ،د ډيرو مېندو په کونډيدلو او د ډېرو ماشومانو په يتيم کېدلو دا آزادي ترلاسه کړې وه، خو عبدالعزيز خان داهرڅه له لاسه ورکول.جرګې داخبره ردکړه،عبدالعزيز خان په پټه دپارس پاچا ته په دې شرايطو يو سوله ليک واستاوو :١- افغانان دي دهغه باج څخه چي دګرګين په وخت کي اخيستل کېده، معاف وي.٢- کندهار ته دي پارسي عسکر نه راځي.٣- دافغانانو بادشاهې دي دهمېشه دپاره ، دعبدالعزيز خان په کورنۍ او دهغه په زامنو او لمسيانو کې پاته وي.[2]افغانان چي کله دعبدالعزيز خان په دې کړنه خبرشول، ډېر په قهر شول او دمحمود په مشري يي عبدالعزيز خان په ١١٢٩ سپوږميز (١٧١٦ز) کال وواژه.[3]له هغه وروسته شاه محمود پاچا شو